AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۱ ۱۲:۴۶
Journalist ID: 5513
News ID: 85371440
T T
۰ Persons
د واخان دهلیز د جوړولو په موخه د وزارتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل- ایرنا- د سرپرست دولت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د واخان دهلیز د درې اړخیزه دهلیز جوړولو په اړه د د وزارتونو تر منځ د همغږۍ غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو نن (چهارشنبه د سلواغې ۱۱ مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د درې اړخیزه سړک دهلېز او د واخان اورګاډي کرښې د جوړولو په اړه د وزارتونو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

د دغې غونډې د مسوولينو په وينا، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده په مشرۍ، د بهرنيو چارو وزارت د استازي او د اورګاډي پټلۍ د رياست د استازو په ګډون د ترانسپورت وزارت د افغانستان، ایران اسلامي جمهوریت او چین ترمنځ د درې اړخیز سړک او د واخان د اورګاډي پټلۍ جوړول د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

باید وویل شي، چې د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر پر مهال، افغانستان او ایران د واخان دهلیز او له دې لارې ګټه اخیستلو د اسانتیا لپاره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې وه.

د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي وو، د واخان دهلیز د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .